Politicsافغانستاندریفراه

فراه کې د نږدې یو میلیارد افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې… — Bakhtar

در حال تکمیلPoliticsفراه1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-29 12:37:36🎙 رادیو را بشنوید

Summary: فراه کې تازه د ۹۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د فراه ـ فراهرود سړک د دویمې لایې د جوړولو چارې پیل شوې. د یاد ولایت ټولګټو رئیس مولوي محمدولي ادریس باختر اژانس ته ویلي، چې دغه سړک ۶۱ کیلومتره اوږدوالي لري او د لایې ضخامت یې ۲۹ سانتي متره دی.نوموړي زیاته کړې، چې د یاد سړک رغنیزې چارې به د ۱۶ میاشتو په موده کې په معیاري ډول بشپړې شي.ځايي مسوولینو د دغې پروژې پلي کېدل د ترافیکي پېښو او ګڼې‌ ګوڼې د کمېدو او د تګ ‌راتګ اسانتیا یاده کړې او له ځايي خلکو یې غوښتي چې خپله همکاري ونه سپموي.یو شمېر موټرچلوونکو د دې پروژې د چارو له پیلېدو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د یاد سړک په رغېدو سره به سوداګریز فعالیتونه چټک او ترانزيټي لګښت به را کم شي.

اطلاعات کوتاه

مکانفراه
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-29 12:37:36

خط زمانی

  1. Bakhtar

    فراه کې د نږدې یو میلیارد افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-29 11:12:03

فراه کې د نږدې یو میلیارد افغانیو په لګښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button