EnglishHealthافغانستانفراه

فراه کې د کرنيزو محصولاتو ستر معياري مارکيټ جوړ شو — Bakhtar

DevelopingHealthفراه1 SourcesUpdated: 2026-10-05 05:48:07🎙 Listen to radio

Summary: د فراه ولایت د مرکز په ګنهکان سیمه کې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د کرنیزو محصولاتو ستر معیاري مارکېټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ دغه مارکېټ پر ۴۰ جریبه ځمکه د شپږو میاشتو په موده کې جوړ شوی، چې ۲۷۵ هټۍ، جومات، د پاکو اوبو زېرمه، خوړنځای، اداري خونې، مېلمستون، لمریزه برېښنا، د غونډو تالار، روغتیايي مرکز، حمام او تشنابونه لري.د فراه والي ملا محمد حافظ مجاهد د مارکېټ د پرانیستې پر مهال، ابادي الهي امر وباله او ویې ویل، چې اوسنی وخت او موجوده شرایط د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابروي.نوموړي زیاته کړه، چې اوس مهال له فراه ولایت څخه هره ورځ شاوخوا ۴۰ موټره بېلابېل محصولات صادرېږي او هڅې روانې دي، چې دغه کچه ۲۰۰ موټرو ته لوړه شي.د فراه د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو خونې رئیس زلمي محمدي وویل، چې د دغه مارکېټ له جوړېدو سره به د کرنیزو محصولاتو د راټولولو او صادراتو، د سوداګرو او بزګرانو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او د هغوی د هوساینې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.نوموړي زیاته کړه، چې د دغه مارکېټ له لارې به د فراه کرنیز محصولات د هېواد بېلابېلو ولایتونو او بهرنیو هېوادونو ته په منظم ډول ولېږدول شي.

Quick facts

Locationفراه
TopicHealth
Sources1
Updated2026-10-05 05:48:07

Timeline

  1. Bakhtar

    فراه کې د کرنيزو محصولاتو ستر معياري مارکيټ جوړ شو

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-05 04:23:55

فراه کې د کرنيزو محصولاتو ستر معياري مارکيټ جوړ شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button