افغانستانامنیتپښتوفراه

فراه کې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ… — Bakhtar

روان خبرSecurityفراه1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-17 23:27:21🎙 راډیو واورئ

Summary: د فراه ولایت د اناردرې ولسوالۍ په ذهکن کلي کې د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي. دغه یو پوړیز ښوونځی د حاجي عصمت‌الله حبیبي خیریه بنسټ له لوري پر ۱۰۰۰ متره مربع ځمکه جوړېږي. د یاد بنسټ استازي خلیل احمد حبیبي باختر اژانس ته وویل، چې په دغه ښوونځي کې ۱۰ درسي خونې، دهلیز، اداري برخې، کمپیوټرخونه، کتابتون، د برېښنا سیسټم، د څښاک اوبه، تشنابونه، لوبغالی او شنه ساحه په پام کې نیول شوې ده. د نوموړي په وینا، د ښوونځي د جوړېدو چارې به په یوه کال کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. هغه زیاته کړه، چې دغه ښوونځی د ۳۰۰ نجونو د زده ‌کړې ظرفیت لري او له جوړېدو سره به یې د ذهکن کلي د نجونو د زده‌کړې شته ستونزې تر ډېره هوارې شي. د یادونې وړ ده، چې د اناردرې ولسوالۍ په ذهکن کلي کې تر دې وړاندې هم د عصمت‌الله حبیبي خیریه بنسټ او یو شمېر ملي سوداګرو له لوري ورته ټولګټې پروژې پلې شوې دي.

لنډ معلومات

ځایفراه
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-17 23:27:21

مهالوېش

  1. Bakhtar

    فراه کې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړېږي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-17 12:39:50

فراه کې د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړېږي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button