EconomyEnglishKabulافغانستان

فراه کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شو — Bakhtar

DevelopingEconomyKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-02 17:32:02🎙 Listen to radio

Summary: د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی جومات پرانیستل شو. په دغه موخه جوړو شویو مراسمو کې د ټولګټو چارو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د فراه مرستیال والي مولوي محمد ګل خیبر، ځایي مسوولینو، علماوو او قومي مخورو ګډون کړی و. د باختر اژانس د خبر له مخې؛ دغه جومات د کابل ـ هرات لویې لارې په اوږدو کې د مسافرینو د اسانتیا لپاره جوړ شوی او د لسګونو لمونځ کوونکو د ځایېدو ترڅنګ د اوداسه ځایونه، د امام او مؤذن د اوسېدو خونې، پخلنځی، د موټرو تمځای، د اوبو او برېښنا اسانتیاوې لري. د فراه مرستیال والي مولوي محمد ګل خیبر وویل، چې د خلکو د هوساینې لپاره د عاليقدر امیرالمؤمنین د حکم له مخې د کابل ـ هرات لویې لارې په اوږدو کې په هر ۷۰ کیلومترۍ کې د جوماتونو د جوړولو لړۍ روانه ده. ورته مهال، د ټولګټو چارو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین مولوي محمد اسماعیل غزنوي د هېواد د ابادۍ، اقتصادي پیاوړتیا او پرمختیايي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د ولس یووالی او همکاري مهمه وبلله. د لوګر او هلمند ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو د یاد جومات له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې تر دې وړاندې یې د اوبو، اوداسه او لمانځه لپاره د مناسب ځای د نشتوالي له امله ستونزې لرلې، خو اوس دغه ستونزې هوارې شوې دي.

Quick facts

LocationKabul
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-10-02 17:32:02

Timeline

  1. Bakhtar

    فراه کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شو

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-10-02 16:50:21

فراه کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت یو جومات جوړ شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button