Politicsافغانستانپښتوفراه

فراه کې راستانه شويو هېوادوالو ته د نمرو د وېش لړۍ پای ته… — Bakhtar

روان خبرPoliticsفراه1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-29 21:08:50🎙 راډیو واورئ

Summary: د فراه ولایت د کور او ښار جوړونې ریاست وایي، د شیبکوه ولسوالۍ د محمدآباد مهاجرینو ښارګوټي کې د څه باندې دوو میاشتو په موده کې ټولټال ۸ زره او ۲۶۵ استوګنیزې نمرې پر شرایطو برابرو بېرته راستانه شویو هېوادوالو ته ووېشل شوې او د نمرو د وېش دغه لړۍ پای ته ورسېده. د یاد ولایت د کور او ښار جوړونې رئیس مولوي نصرالله استقلال باختراطلاعاتي اژانس ته ویلي، دغه پروګرام د مهاجرینو د دایمي مېشتېدو او سرپنا د ستونزې د حل په موخه پلی شوی دی.د نوموړي په وینا، د نمرو د وېش بهیر د طرزالعملونو له مخې د بشپړې شفافې پروسې له لارې ترسره شوی دی.تر دې وړاندې د اسلامي امارت مسوولینو ویلي دي، چې د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو د سرپناه برابرول له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي چې په همدې موخه، په بېلابېلو ولایتونو کې د استوګنیزو ښارګوټو د جوړولو، د ځمکو د نمرو د وېش او د لومړنیو خدماتو د برابرولو پروګرامونه پلي کېږي، څو راستنېدونکو کورنیو ته د دایمي مېشتېدو مناسبې اسانتیاوې برابرې او د هغوی د باعزته ژوند زمینه مساعده شي.

لنډ معلومات

ځایفراه
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-07-29 21:08:50

مهالوېش

  1. Bakhtar

    فراه کې راستانه شويو هېوادوالو ته د نمرو د وېش لړۍ پای ته ورسېده

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-29 10:55:54

فراه کې راستانه شويو هېوادوالو ته د نمرو د وېش لړۍ پای ته ورسېده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button