DevelopmentEnglishافغانستانفراه

فراه کې لسګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې — Bakhtar

DevelopingDevelopmentفراه1 SourcesUpdated: 2026-09-26 16:53:02🎙 Listen to radio

Summary: د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ اړوند په ګندي کلي کې د سوليدريټي موسسې په مالي ملاتړ د څلور میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره لسګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول محمد محمدي باختر اژانس ته ویلي چې په دغه پروژه کې د ۱۰۰ متره په ژوروالي د یوې څاه کیندل او د یوې ذخیرې جوړول شامل دي.نوموړي زیاته کړې چې د یادې شبکې د جوړېدو چارې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شوې او پر مټ یې د یاد کلي ۱۴۴ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادې شبکې په جوړېدو خوښي څرګندوي او وایي، چې د یادې شبکې په جوړېدو سره به یې د څښاک اوبو په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.

Quick facts

Locationفراه
TopicDevelopment
Sources1
Updated2026-09-26 16:53:02

Timeline

  1. Bakhtar

    فراه کې لسګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-26 09:32:19

فراه کې لسګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button