کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن د پاکستان حکومت «جعلي» بللی او ویلې یې دي چې د پاکستان واکمنان د ټاکنیزو درغلیو له لارې واک ته رسېدلي او اوس یوازې د هغو کسانو د ګټو لپاره کار کوي چې دوی یې واک ته رسولي دي. نوموړي دا څرګندونې د پاکستان د پنجاب ایالت په ملتان ښار کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي. فضلالرحمن د پاکستان حکومت ته په خطاب کې ویلي: «تاسو جعلي حکومت یاست، تاسو مات شوي خلک یاست؛ هغو کسانو چې د ټاکنیزو درغلیو له لارې واک ته رسولي یاست، د همدې څوکۍ پوروړي یاست او یوازې د هغوی د احسان بدل ادا کوئ.» هغه زیاته کړې چې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره یې خیبر پښتونخوا کې د اوسني وضعیت او روانو لاریونونو په اړه د سهار په اوو بجو لیدنه کړې او د ده استدلالونه منلي وو، خو تر نهو بجو یعنې دوو ساعتونو شریف بېرته له خپل دریځ په شا شوی دی. مولانا فضلالرحمن دغهراز د پاکستان حکومت «بېوسه» بللی او ویلي یې دي: «د پاکستان واکمنان چې پر کوم اس سپاره دي، واګې یې له دوی سره نه، بلکې د بل چا په لاس کې دی.» نوموړي د پاکستان له واکمنانو غوښتي چې د خلکو له حقونو او برخلیک سره لوبې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
فضلالرحمن: د پاکستان حکومت «جعلي» او د ټاکنیزو درغلیو محصول دی
سرچینې
Afghan sources
فضلالرحمن: د پاکستان حکومت «جعلي» او د ټاکنیزو درغلیو محصول دی