د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د چارو ادارې لوی رئیس فضل محمود فضلي د «ټولشموله حکومت» له اصطلاح سره مخالفت څرګندوي او وايي، دا اصطلاح شاوخوا ۳۰ کاله وړاندې په پاکستان کې رامنځته شوې ده. د هغه په باور، د دې فورمول له لارې د سیمې ځینې استعماري هېوادونه غواړي په افغانستان کې داسې حکومت رامنځته شي چې د دوی تر ملاتړ لاندې افراد په ګډوډ شرایطو کې په حکومت کې ځای ولري، خو ولس په کې واقعي ونډه ونه لري. هغه د ایران پښتو رادیو سره په ځآنګړې مرکه کې وویل: په دې ډول جوړښت کې افراد، ډلې او تنظیمونه غواړي د تجارتي شرکتونو په څېر دولتي څوکۍ سره ووېشي. فضلي زیاتوي چې د دې ډول تجربې شاهدان په جمهوري نظام او تر هغه وړاندې هم وو او د ده په باور، پایله یې بېثباتي او بدبختي وه. نوموړي وویل: «زه شخصاً له دغه فورمول سره موافق نه یم.» فضل محمود فضلي: د طالبانو کړنې د ولسي مخالفتونو او نظامي تحرکاتو اصلي لامل دي د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام د چارو ادارې عمومي رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي وايي، په اوسني وضعیت کې د نظامي ډلو حضور او د جګړې یا مدني مزاحمتونو رامنځته کېدل د حیرانتیا وړ نه دي، بلکې د هغه په باور، دا وضعیت د طالبانو د تېرو پنځو کلونو د کړنو پایله…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
فضلي: د ټولشموله حکومت پایله بې ثباتي ده + غږیزه مرکه
Sources
External sources
فضلي: د ټولشموله حکومت پایله بې ثباتي ده + غږیزه مرکه