افغانستانامنیتپښتو

فضل احمد معنوي: د طالبانو په لیکو کې «بچه‌بازي» د هېواد ټولنیز وضعیت… — AF International

روان خبرSecurity1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-10 21:55:21🎙 راډیو واورئ

د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي د انسان د قاچاق په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۶ کال راپور ته په اشارې سره، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د «بچه‌بازۍ» او پوځي لیکو کې د ماشومانو د جذب پر دوام سخته اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملکتونو د شمېرو له‌مخې، د قربانیانو په ډله کې ۱۰۹۴ هلکان، ۳۱۰ نجونې، د ناڅرګند جنسیت لرونکو ۱۱ ماشومان شامل دي. د ماشومانو او وسله‌والو نښتو په اړه د ملګرو ملتونو د نوي راپور له مخې، طالبانو په همدې موده کې ۵۵۷ هلکان، چې تر ۱۲ کلنۍ پورې عمر لرونکي ماشومان هم پکې دي، جذب او په کار ګومارلي دي. د ماشومانو د جذب پېښې د پخوانۍ راپور ورکولو دورې په پرتله ۸۱ سلنه زیاتې شوې دي او دا ټولې پېښې طالبانو ته منسوبې شوې دي. همدارنګه په راپور کې ویل شوي چې د ماشومانو د مرګژوبله شاوخوا ۸۰ سلنه د چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده. ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې ناچاوده توکو او له جګړې پاتې چاودېدونکي توکي لاهم په افغانستان کې د ماشومانو ژوند ګواښي. دغه راپور په ټولیز ډول د ماشومانو د حقونو د سختو سرغړونو ۴ زره او ۵۸۲ پېښې تایید کړې دي. دا شمېر د پخوانۍ دورې په پرتله ۳۸ سلنه راکم شوی دی، خو ملګري ملتونه ټینګار کوي…

لنډ معلومات

موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-10 21:55:21

مهالوېش

  1. AF International

    فضل احمد معنوي: د طالبانو په لیکو کې «بچه‌بازي» د هېواد ټولنیز وضعیت ته لوی ګواښ دی

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-10 17:59:20

فضل احمد معنوي: د طالبانو په لیکو کې «بچه‌بازي» د هېواد ټولنیز وضعیت ته لوی ګواښ دی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button