دبرېتانیا ورځپاڼې « ډیلي مېل» په خپل یوه راپور کې لیکلي چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پنځمې کلیزې سره هممهاله، د ښځو د حقونو فعالانو له بریتانیا غوښتي چې د هند، قطر او نورو هغو هېوادونو له لارې پر طالبانو فشار زیات کړي چې له دې ډلې سره اړیکې لري. د دغه رسنۍ په یوه راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه په تدریجي ډول پر یوه پراخ او ټینګ نظام بدل شوي دي. نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع دي او ښځې د کار، تګ راتګ او عامه ځایونو ته د لاسرسي په برخه کې له پراخو بندیزونو سره مخ دي. د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یو شمېر کارپوهانو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې تر هغه له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي، څو د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د پام وړ، د اندازه کولو وړ او په خپلواکه توګه تاییدېدونکی پرمختګ نه وي شوی. په راپور کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې وروستی راپور هم یاد شوی چې وايي، افغان ښځې د تګ راتګ، زدهکړې او په عامه ژوند کې د ګډون په…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
فعالان: برېتانیا دې پر طالبانو د ښځو حقونو لپاره فشار زیات کړي
منابع
Afghan sources
فعالان: برېتانیا دې پر طالبانو د ښځو حقونو لپاره فشار زیات کړي