KabulPoliticsافغانستاندری

فلورېډا کې د یوې شخصي الوتکې لوېدو پېښه؛ نهه کسان مړه شوي — Pajhwok

در حال تکمیلPoliticsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-02 05:27:03🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک) – د راپورونو له مخې، د امریکا د فلورېډا ایالت په یوه استوګنیزه سیمه کې د «لیرجټ» ډوله یوې شخصي الوتکې لوېدو له امله د هغې ټول نهه سپرلي مړه شوي دي. رویټرز راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون (یک‌شنبه) له غرمې وروسته د فلورېډا ایالت په پام بیچ سیمه کې شوې ده. د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې د معلوماتو له مخې، دغې الوتکې د ټکساس ایالت له اسټین-برګسټروم نړۍوال هوايي ډګره الوتنه کړې وه او د باهاما د نورث الیوترا هوايي ډګر پر لور روانه وه. د فلورېډا والي رون ډېسانټیس د پېښې ځای ته نږدې یوه خبري غونډه کې د دې الوتکې لوېدل یوه ستره غمیزه بللې او ویلي یې دي چې د الوتکې له ځمکې سره د لګېدو خپرې شوې ویډیوګانې ټکان ورکوونکې صحنه ښيي. د سیمې یوه بل چارواکي جوئل فلورس ویلي چې د الوتکې لوېدو د ګرځنده کورونو ښارګوټي ته څېرمه یوه لویه کنده رامنځته کړې ده. هغه زیاته کړې چې د سیمې شاوخوا ۶۰۰ اوسېدونکي له خپلو کورونو ایستل شوي او په سیمه کې دوو لنډمهالو سرپناوو ته لېږدول شوي دي. د امریکا د ترانسپورټي خوندیتوب ملي ادارې ویلي چې د الوتکې د لوېدو لامل معلومولو په موخه یې څېړنې پیل کړې دي. د دې الوتکې جوړوونکې کاناډايي کمپنۍ «بمبارډیر» هم ویلي چې د څېړنو له بهیر سره به همکاري…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعPolitics
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-02 05:27:03

خط زمانی

  1. Pajhwok

    فلورېډا کې د یوې شخصي الوتکې لوېدو پېښه؛ نهه کسان مړه شوي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-02 09:54:59

فلورېډا کې د یوې شخصي الوتکې لوېدو پېښه؛ نهه کسان مړه شوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button