د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر ترک وايي، د افغانستان د خلکو وضعیت د خرابېدو په حال کې دی او نړیوالې ټولنې د افغانانو ستونزو ته کافي پاملرنه نه ده کړې؛ په داسې حال کې چې د ښځو پر حقونو محدودیتونه، لوږه او د نړیوالو مرستو کمښت بشري بحران لا پراخوي. ملا عبدالغني برادر یکشنه(د تلې۲۶مه) دغه څرګندونې د سرې میاشتې اوونۍ په مناسبت جوړې شوې غونډه کې د یوناما د وروستي راپور په غبرګون کې کړې دي. ملا برادر ویلي، چې یوناما باید خپل تحلیلي راپورونه د بېطرفۍ او د افغانستان د عیني واقعیتونو پر بنسټ خپاره کړي.برادر همداراز غوښتي چې یوناما باید په «عادلانه» توګه د طالبانو د مرستو، پرمختګونو او په وینا یې د دوی اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنو برخې ته هم پوښښ ورکړي.دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي د یوناما پر راپور نیوکه کوي. تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم د دغه سازمان وروستی راپور ناسم بللی او تور یې لګولی و، چې یوناما په افغانستان کې د طالبانو پر ضد په «پروپاګند» بوخته ده. مجاهد د یوناما په راپور کې د طالبانو د امربالمعروف او نورو ادارو لهخوا د ځینو کسانو نیونې خپلسرې بلل رد کړي و او ویلي یې وو، چې دغه نیونې د اړوندو ادارو د قوانینو او مقرراتو له مخې ترسره…
Quick facts
Timeline
-
AF International
فولکر ترک: داسې ښکاري چې نړۍ د افغانستان خلک هېر کړي دي
Sources
Afghan sources
فولکر ترک: داسې ښکاري چې نړۍ د افغانستان خلک هېر کړي دي