AfghanistanSportsغور

فوټبال نړیوال جام: اکواډور جرمني ته ماتې ورکړه – BBC News پښتو — Bbc

اکواډور لوبډلې د اي ګروپ په نننۍ سیالۍ کې جرمني ته د یو په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې ورکړه. دا په داسې حال کې ده، چې جرمني لوبډلې د لوبې پیل کې ګول وکړ. د دې ګروپ وروستۍ سیالۍ د پنجشنبې پر ورځ په ورته مهال د جرمني او اکواډور، او دغه راز د عاج ساحل او کوراساو ترمنځ وشوې. د همدې ګروپ په بله لوبه کې عاج ساحل د دوو ګولونو په وهلو سره کوراساو ته ماتې ورکړه او د ۶ نمرو په ترلاسه کولو سره له جرمني وروسته بل پړاو ته لاړه. اکواډور جرمني ته په ماتې ورکولو سره ۴ امتیازه ترلاسه کړل او د غوره درېیم ځای لرونکو لوبډلو سره به بل پړاو ته لاړ شي. د جرمني او اکواډور د لوبې یوه ځانګړنه دا وه، چې درې ښځینه لوبڅارانو څارله او دغه راز د دې لوبې د نندارچیانو شمېر چې د امریکا ختیځ ساحل په نیوجرسي کې ترسره شوه، له ۸۰ زرو زیات و. د ډي ګروپ وروستۍ سیالۍ چې امریکا هم پکې شامله ده، لږ وروسته پیلېږي. جرمني لوبډله له دې مخکې بل پړاو ته وتلې، خو دوی په ټولو سیالیو کې خپلې وروستۍ ۱۱ لوبې ګټلې، او که یې دا لوبه هم ګټلې وای د خپلو بریاوو تر ټولو اوږده لړۍ به یې برابره کړې وه، د ۱۲ لوبو هغه لړۍ چې…

Sources

  • Bbc2026-06-25 22:46:16
    فوټبال نړیوال جام: اکواډور جرمني ته ماتې ورکړه – BBC News پښتو
    Original link

اړوندې مقالې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button