EnglishPoliticsافغانستانبلخ

فوټبال نړیوال جام: د ارجنټاین او اسپانیا ترمنځ پایلوبه روانه ده – BBC… — Bbc

DevelopingPoliticsبلخ1 SourcesUpdated: 2026-07-19 20:44:05🎙 Listen to radio

د ارجنټاین او اسپانیا فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د امریکا متحدو ایالتونو د نیویارک نیوجرسي لوبغالي کې د ۲۰۲۶م کال د فوټبال نړیوال جام پایلوبه روانه ده. د ارجنټیاین لېونل مېسي او د اسپانیا لامین یامال، چې د نړۍ لروبر میلیونونه مینه‌وال لري، د سیالۍ له پیله په خپلو لوبډلو کې اخیستل شوي دي. مېسي د سږني نړیوال جام سیالیو کې ۸ او په ټوله کې په نړیوال جام کې ۲۱ ګولونه وهلي، چې د فرانسې له کېلیان اېمباپې له ۲۲ ګولونو وروسته تر ټولو ډېر دي. د پایلوبې له پیلېدو مخکې په نیوجرسي لوبغالي کې د سږني نړیوال جام د پای ته رسېدو رسمي مراسم هم ترسره شول. د اسپانیا او ارجنټاین ترمنځ د نړیوال جام د پایلوبې لومړۍ نیمايي له ګول پرته پای ته ورسېده. په لومړۍ نیمايي کې له اسپانیا سره د توپ مالکیت ډېر و او لږترلږه دوه ځله یې د ارجنټاین د ګول پر لور شوټونه ووهل، خو ارجنټایني ګول ساتونکي راوګرځول. بلخوا که څه هم ارجنټاین په لومړۍ نیمايي کې اسپانیا ته د ګول کوم جدي خطر پېښ نه شو کړای، خو تمه دا ده چې د تېرو سیالیو په څېر به په دویمه نیمايي کې حملې ډېرې کړي. په ژوندۍ بڼه خپرېدونکو تصویرونو کې ښکارېدل چې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د پایلوبې لیدو لپاره لوبغالي‌ ته ورغلی دی. د…

Quick facts

Locationبلخ
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-07-19 20:44:05

Timeline

  1. Bbc

    فوټبال نړیوال جام: د ارجنټاین او اسپانیا ترمنځ پایلوبه روانه ده – BBC News پښتو

Sources

External sources

BbcPS
2026-07-19 19:24:06

فوټبال نړیوال جام: د ارجنټاین او اسپانیا ترمنځ پایلوبه روانه ده – BBC News پښتو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button