کابل (پژواک، ۱۲چنګاښ ۱۴۰۵): د اسپانیا، پرتګال او سویس ملي لوبډلو د فوټبال ۲۰۲۶ نړۍوال جام د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو سیالیو کې خپلو سیالانو ته له ماتې ورکولو وروسته د دغو سیالیو د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لار ومونده. د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربهتوب روانې دي. د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې د اسپانیا او اتریش، د پرتګال او کرواسی، د سویس او الجزایر لوبډلو ترمنځ لوبې وشوې. په یادو سیالیو کې یوه لوبه تېره شپه د اسپانیا او اتریش لوبډلو ترمنځ وه چې ۳ پر صفر اسپانیا وګټله او په دغو سیالیو کې یې د ۱۶ غوره لوبډلو ته لار پیدا کړه. په یاده لوبه کې د اسپانیا لپاره د لوبې په ۳۶مه دقیقه کې میکل اویارزابال لومړۍ ګول وواهه، په ۶۶مه دقیقه کې پیډرو پورو دویم ګول تر لاسه کړ او همدرانګه میکل اویارزابال بیا د لوبې په ۸۹مه دقیقه کې خپل دویم او د اسپانیا لپاره درېیم ګول ترلاسه کړ. دغهراز، په نړۍوال جام کې بله لوبه نن سهار د پرتګال او کرواسی لوبډلو ترمنځ وشوه چې ۲ پر ۱ پرتګال وګټله او په دغو سیالیو کې یې د ۱۶ غوره لوبډلو پړوا ته لار پیدا کړه. په دې لوبه کې د کرواسی لپاره یوازېنی ګول د لوبې په ۵۳مه دقیقه کې ایوان…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
فوټبال نړۍوال جام؛ اسپانیا، پرتګال او سویس د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته ووتل
منابع
Afghan sources
فوټبال نړۍوال جام؛ اسپانیا، پرتګال او سویس د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته ووتل