EnglishKabulSportsافغانستان

فوټبال نړۍوال جام؛ اسپانیا د فرانسې په ماتولو پایلوبې ته ووت — Pajhwok

DevelopingSportsKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-15 05:14:00🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام سیالیو نیمه‌پایلوبه کې اسپانیا فرانسې ته ماته ورکړه او په دې سره یې پایلوبې ته لار پیدا کړه. د راپورونو له مخې، د یاد جام د نیمه‌پایلوبې لومړۍ لوبه د اسپانیا او فرانسې فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ تېره شپه د امریکا متحده ایالتونو په دالاس لوبغالي کې ترسره شوه. په یاده لوبه کې د اسپانیا لوبډلې ۲ پر صفر فرانسې ته ماته ورکړه او د دغو سیالیو پایلوبې ته یې لار پیدا کړه. په دې لوبه کې د اسپانیا لوبډلې لپاره لومړی ګول د لوبې په ۲۲مه دقیقه کې مایکل اویارزابال د پنالټې له لارې ترلاسه کړ او د اسپانیا بل لوبغاړي پیډرو پورو د لوبې په ۵۸مه دقیقه کې دویم ګول وکړ. د یادونې ده، د ۲۰۲۶ نړۍوال جام د نیمه‌پایلوبې دویمه لوبه به نن (چهارشنبه) د ارجنټاین او انګلیستان لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

Quick facts

LocationKabul
TopicSports
Sources1
Updated2026-07-15 05:14:00

Timeline

  1. Pajhwok

    فوټبال نړۍوال جام؛ اسپانیا د فرانسې په ماتولو پایلوبې ته ووت

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-15 09:42:34

فوټبال نړۍوال جام؛ اسپانیا د فرانسې په ماتولو پایلوبې ته ووت

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button