فیصل کریم کنډي: د پاکستان او افغانستان ترمنځ ښې اړیکې د دواړه هېوادونو… — AF International
د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي له یوشمېر سوداګرو او مشرانو سره په ناسته کې د وینا پرمهال ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ښې اړیکې د دواړه هېوادونو په ګټه دي او ټولې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي. د سرچینو په وینا، له هغو خصوصي ښوونځیو څخه هم د زدهکوونکو معلومات غوښتل شوي چې افغان ماشومان پهکې زدهکړې کوي. د هغو افغان زدهکوونکو معلومات هم غوښتل شوي، چې تر دې مخکې له خصوصي ښوونځیو اېستل شوي دي. د پېښور د خصوصي ښوونځیو د تنظیم ادارې له ښوونځیو غوښتي، چې د افغان زدهکوونکو اړوند ټول معلومات او ریکارډونه ورکړي. سرچینې وايي، د اوسمهال په خصوصي ښوونځیو کې د افغان زدهکوونکو او له ښوونځیو څخه د اېستل شویو افغان زدهکوونکو ریکارډونه جلا، جلا غوښتل شوي دي.له یوې خوا په دولتي ښوونځیو کې د افغان ماشومانو پر داخلې بندیز لګېدلی او له بلې خوا هغو خصوصي ښوونځیو ته هم د اقدام خبرداری ورکړل شوی، که کوم خصوصي ښوونځی د ادارې لارښوونې عملي نهکړي قانوني اقدام پرې کېدای شي او ان د ښوونځي ثبت یا جواز یې هم د لغوه کېدو امکان لري. ادریس وايي: «موږ خپل ماشومان په ډېرو هیلو د پاکستان په ښوونځیو کې شامل کړي وو. هغوی زدهکړې کولې ازموینې یې ورکولې او د خپل راتلونکي لپاره یې خوبونه لرل. اوس نه پوهېږو چې زدهکړې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
فیصل کریم کنډي: د پاکستان او افغانستان ترمنځ ښې اړیکې د دواړه هېوادونو په ګټه دي
منابع
Afghan sources
فیصل کریم کنډي: د پاکستان او افغانستان ترمنځ ښې اړیکې د دواړه هېوادونو په ګټه دي