KabulPoliticsافغانستانپښتو

قرغیزستان د افغان او افریقايي کډوالو د منلو په اړه د اروپايي ټولنې… — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-14 09:17:08🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۵): د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، اروپايي ټولنې دغه هېواد ته وړاندیز کړی چې په اروپايي هېوادونو کې د قرغیزستان ماهرو کارګرو ته د کاري فرصتونو برابرولو په بدل کې افغان او افریقايي کډوال ومني؛ خو بشکیک دغه وړاندیز رد کړی دی. د «سپوتنیک قرغیزستان» خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ژین‌بیک کولوبایف نن چهارشنبه، پارلمان ته ویلي چې اروپايي ټولنې وړاندیز کړی څو قرغیزستان د درېیم هېواد په توګه هغه افغان او افریقايي کډوال ومني چې اروپا ته تللي دي. د ده په وینا، اروپايي ټولنې د دغو کډوالو منل په اروپايي هېوادونو کې د قرغیزستان ماهرو وګړو ته د کاري فرصتونو له برابرولو سره تړلي دي. کولوبایف ویلي: «هغوی وړاندیز وکړ چې زموږ د وګړو د قانوني کار لپاره زمینه برابره شي؛ خو موږ ورته وویل، تاسې کولای شئ د قرغیزستان وګړي په مستقیم ډول د کار لپاره استخدام کړئ، خو موږ د نورو هېوادونو د کډوالو له منلو سره مخالف یو.» د راپور له مخې، تر دې مخکې د اروپايي ټولنې پنځو غړو هېوادونو، ډنمارک، اتریش، یونان، جرمني او هالنډ، د یوې ازمایښتي طرحې پلي کولو ته لېوالتیا ښودلې وه چې له مخې به یې هغه کډوال چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي، د اروپايي ټولنې له قلمرو بهر ځانګړو مرکزونو ته…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-10-14 09:17:08

مهالوېش

  1. Pajhwok

    قرغیزستان د افغان او افریقايي کډوالو د منلو په اړه د اروپايي ټولنې وړاندیز رد کړ

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-14 13:43:25

قرغیزستان د افغان او افریقايي کډوالو د منلو په اړه د اروپايي ټولنې وړاندیز رد کړ

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button