په ۲۰۲۶ کال کې قرغیزستان د لومړي ځل لپاره افغانستان ته هم د جوارو صادرات پیل کړي دي. د معلوماتو له مخې، افغانستان ته ۱۱ سوه زره ټنه جوار صادر شوي، چې ارزښت یې ۱۴،۷میلیونه قرغزي سوم (شاوخوا ۱۷۰ زره ډالره) کیږي. په دې غونډه کې د افغانستان له لوري له ۱۱۰ ډېرو سوداګرو او د ازبکستان د سردریا ولایت له ۲۰۰ ډېرو سوداګرو ګډون کړی و. د غونډې موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې د همکاریو پراخول او د ګډو اقتصادي پروژو د عملي کولو لپاره د فرصتونو رامنځته کول ګڼل شوي. د ازبکستان د ملي اژانس د رپوټ له مخې، د سوداګرو ترمنځ په دوه اړخیزو ناستو کې د صنعت، کرنې، ودانیزو توکو تولید، لېږد رالېږد، صادراتو او وارداتو او نورو برخو کې د همکاریو پر امکاناتو خبرې وشوې. دا غونډه افغانستان ته د سیردریا ولایت د پلاوي د وروستي سفر دوام بلل شوې ده. د دغه سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د شاوخوا ۵۳۹میلیونه ډالرو په ارزښت د پانګونې او سوداګریزو هوکړو د عملي کولو پر سر خبرې شوې وې. د سردریا والي اېرکینجان تورديموف د فورم د پرانیستې پر مهال وویل چې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ تاریخي نږدې اړیکې او د ښه ګاونډیتوب دودونه د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره مهم بنسټ جوړوي. نوموړي زیاته کړه چې په سردریا ولایت کې د…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
قرغیزستان په تېرو څو میاشتو کې افغانستان ته له زر ټنو ډېر جوار صادر کړي
منابع
Afghan sources
قرغیزستان په تېرو څو میاشتو کې افغانستان ته له زر ټنو ډېر جوار صادر کړي