Kabulافغانستانامنیتپښتو

قطر او فرانسې هرمز تنګي کې د تګ راتګ پر ازادېدو او غزه… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-22 09:12:44🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک): د راپورونو له مخې، قطر او فرانسې د هرمز تنګي له لارې د بې‌قیدوشرطه سمندري تګ راتګ او په غزه کې د اوربند د بشپړ پلي کېدو غوښتنه کړې ده. د الجزیرې د راپور له مخې، دغه غوښتنه د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د فرانسې د ولسمشر امانوېل مکرون تر لیدنې وروسته، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې وشوه، په یوه ګډه اعلامیه کې مطرح شوې ده. په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو مشرانو د هرمز تنګي له لارې د سمندري تګ راتګ د ازادۍ پر بېرته ټینګښت، له محدودیتونو او فیسونو پرته د بېړیو پر تګ راتګ او د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو کمولو لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. د راپور له مخې، قطر او فرانسې د سیمې پر هېوادونو د ایران پوځي بریدونه له نړۍوالو قوانینو جدي سرغړونه بللې ده. دواړو هېوادونو همدارنګه د ایران د اټومي پروګرام په اړه د ډیپلوماټیک حل ملاتړ کړی دی. خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي چې په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډو او تاسیساتو بریدونه یې د ځان د دفاع په موخه دي او دغه اقدامات باید د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د دښمنۍ په معنا ونه ګڼل شي. دغه‌راز په اعلامیه کې په غزه کې د اوربند د بشپړ پلي کېدو، د هوکړه…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-22 09:12:44

مهالوېش

  1. Pajhwok

    قطر او فرانسې هرمز تنګي کې د تګ راتګ پر ازادېدو او غزه کې د اوربند پر بشپړ پلي کېدو ټینګار کړی

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-22 13:40:52

قطر او فرانسې هرمز تنګي کې د تګ راتګ پر ازادېدو او غزه کې د اوربند پر بشپړ پلي کېدو ټینګار کړی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button