EnglishKabulافغانستانامنیت

قطر له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل او عملي همکاریو پر… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-10-21 07:07:16🎙 Listen to radio

کابل (پژواک) – د قطر د دولت د نړۍوالو همکاریو وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند په دوحه کې د افغانستان د همغږۍ ډلې په ناسته کې له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل پر دوام او عملي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. د قطر رسمي خبري اژانس (قنا) د راپور له مخې، دغه ناسته د سې‌شنبې او چهارشنبې په ورځو (د اکټوبر ۲۰مه او ۲۱مه) د بېلابېلو هېوادونو، ملګرو ملتونو او نړۍوالو بنسټونو د استازو په ګډون په دوحه کې جوړه شوې وه. المسند په دې ناسته کې ویلي چې افغانستان تر بل هر وخت د نړۍوالې ټولنې دوامدار تعامل، د روښانه لومړیتوبونو ټاکلو او عملي همکاریو ته اړتیا لري. هغې زیاته کړې چې قطر له ۲۰۱۳ کال راهیسې د افغانستان لپاره د دوحې د سولې بهیر له پیل سره سم، د خبرو اترو پر بنسټ له سوله‌ییزو حل‌لارو ملاتړ کړی او د افغان لورو، ملګرو ملتونو او نړۍوالو شریکانو ترمنځ یې د اړیکو د اسانتیا لپاره هڅې کړې دي. هغې ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو په مشرۍ د یوه ټول‌ګډون سیاسي بهیر له لارې او د دغه هېواد ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته په درناوي وټاکل شي. د نوموړې په وینا، د افغانستان ثبات نه یوازې د دغه هېواد د خلکو، بلکې د سیمې د امنیت، اقتصادي اړیکو د…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-10-21 07:07:16

Timeline

  1. Pajhwok

    قطر له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل او عملي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-21 11:33:57

قطر له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل او عملي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button