د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د افغانستان له هنرمندانو غوښتي چې د خپلو اثارو له لارې دې د دې ډلې د واک ته رسېدو «لاستهراوړنې او فداکارۍ» نندارې ته وړاندې کړي. دغه مراسم د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۱مه، د افغانستان د بېلابېلو قومونو د غړو او مېلمنو په ګډون ترسره شول. د دغې غونډې موخه د ترکمنانو د فرهنګي میراث معرفي کول، د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو ساتنه او د افغانستان د قومونو ترمنځ د ګډ ژوند او متقابل درناوي پیاوړتیا بلل شوې ده. په دې مراسمو کې ویناوالو د افغانستان د فرهنګي تنوع پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ترکمنانو کلتور د هېواد د ګډ فرهنګي میراث مهمه برخه ده او ساتنه او معرفي یې د خلکو ترمنځ د متقابل پوهاوي او یووالي د پیاوړتیا لامل ګرځي. ګډونوالو د ترکمنانو د کلتور د ځایگاه، د ټولنیز هویت په جوړولو کې د هغه د رول او راتلونکو نسلونو ته د فرهنګي ارزښتونو د لېږد پر اهمیت بحث او د نظرونو تبادله وکړه. په مراسمو کې د ترکمني کلتور بېلابېلې برخې، لکه د غالیو اوبدل، لاسي صنایع، دودیزه موسیقي، محلي جامې او د اسونو پالنې دود هم نندارې ته وړاندې شول. ویناوالو د افغانستان په فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د ترکمنانو ونډه مهمه وبلله او د دې ټولنې د ځوانانو پر…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
قلم، رنګ او د واکمنۍ روایت؛ طالبانو له هنرمندانو د «یومالفتح» د هنري نندارې غوښتنه کړې
سرچینې
Afghan sources
قلم، رنګ او د واکمنۍ روایت؛ طالبانو له هنرمندانو د «یومالفتح» د هنري نندارې غوښتنه کړې