د پاکستان په لاهور کې پولیسو د یوې ۲۰ کلنې اذربایجانۍ مېرمنې د شکایت پر بنسټ د درېیو ناپېژاندو کسانو پر ضد د ډلهییز جنسي تېري دوسیه ثبت کړې ده. مېرمنې ویلي، تورنو د موټر سپرلۍ ورکولو په پلمه له ځان سره نامعلوم ځای ته بیولې او هلته یې پرې جنسي تېری کړی دی. د افغانستان انټرنیشنل پښتو سره په خبرو کې د دفاعي چارو کارپوه او لوړپوړی خبریال فخر کاکاخېل وایي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ به کړکېچ ښايي لا نور هم زیات شي، ځکه د نوموړي په وینا، دواړه هېوادونه پر یو بل باور نه لري. کاکاخېل وایي، هر هېواد خپلې موخې، ګټې او امنیتي محاسبې لري او د نړیوال سیاست په ډګر کې د هېوادونو دریځونه د وخت له بدلون سره بدلېږي. د نوموړي په وینا، یوه مهال داسې تصور موجود و چې طالبان د لویدیځ د یوې پروژې برخه دي، خو وروسته هماغه لویدیځ هېوادونه له طالبانو سره په دوحه کې خبرو ته کښېناستل. هغه وایي، پاکستان او د سیمې نورو هېوادونو هم د طالبانو د جګړې پر مهال له هغوی سره اړیکې او مرستې لرلې، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغو هېوادونو موخې بدلې شوې دي. کاکاخېل د افغان کډوالو د بېرته ستنولو موضوع هم د پاکستان او افغانستان د اړیکو له مهمو عواملو څخه بولي.د هغه په وینا، که کډوالو ستنول یوازې…
Quick facts
Timeline
-
AF International
لاهور کې پر ۲۰ کلنې اذربایجانۍ مېرمنې د ډلهییز جنسي تېري دوسیه ثبت شوې
Sources
Afghan sources
لاهور کې پر ۲۰ کلنې اذربایجانۍ مېرمنې د ډلهییز جنسي تېري دوسیه ثبت شوې