کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، په افغانستان کې د امریکا او ناټو د شل کلن حضور له امله د رامنځته شوو ستونزو حل ښایي ډېر وخت ته اړتيا ولري. د روسیې د «ویزلاد» رسنۍ د راپور له مخې، لاوروف دا څرګندونې د جمعې په ورځ په مسکو کې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په اړه د امنیتي سازمانونو د کنفرانس غونډې ته کړې دي. هغه ویلي، روسیه په افغانستان کې د امریکا او ناټو له شل کلن حضور څخه د پاتې شوو ستونزو د هواري لپاره د اوږدې مودې اړتیا درک کوي. لاوروف دغهراز زیاته کړې چې مسکو به د تاجکستان او افغانستان د ګډې پولې د امنیت ټینګښت برخه کې له دوشنبې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. نوموړي ویلي، د ډلهییز امنیت تړون سازمان په چوکاټ کې د متحدینو لپاره د وسلو، پوځي تجهیزاتو او د پولو د ساتنې د تخنیکي وسایلو د برابرولو په موخه اړین اقدامات ترسره کېږي. لاوروف همداراز د منځنۍ اسیا سیمه کې د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره د سیمهییزو همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
لاوروف: افغانستان کې له امریکا او ناټو د پاتې ستونزو حل ښایي ډېر وخت ته اړتيا ولري
سرچینې
Afghan sources
لاوروف: افغانستان کې له امریکا او ناټو د پاتې ستونزو حل ښایي ډېر وخت ته اړتيا ولري