Kabulافغانستانامنیتپښتو

لاوروف: د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-16 16:50:06🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۴ تله ۱۴۰۵): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي او د هغه په وینا، د نړۍ ډېر هېوادونه هم دې لیدلوري ته نږدې شوي دي. سپوتنیک راپور ورکړی چې لاوروف دغه څرګندونې په مسکو کې «د مرکزي اسیا او افغانستان د امنیت په اړه د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان، خپلواکو دولتونو مشترک‌المنافع او شانګهای همکاریو سازمان په ګډ کنفرانس» کې کړې دي. د راپور له مخې، لاوروف ویلي چې د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي او د نړۍ د هېوادونو مخ پر زیاتېدونکی شمېر هم دې درک ته رسېږي. هغه دغه راز ویلي چې روسیه له کابل سره تعامل ته دوام ورکوي او غواړي د افغانستان په اړه سیمه‌ییزې هڅې پیاوړې شي. د راپور له مخې، لاوروف د ملګرو ملتونو د اړوندې ادارې د معلوماتو په حواله ویلي چې په افغانستان کې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د اپیومو تولید ۹۰ سلنه کم شوی دی. لاوروف همداراز ویلي چې د افغانستان حکومت د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ په برخه کې، د مالي زېرمو د نشتوالي له امله، له ستونزو سره مخ دی. نوموړي زیاته کړې: «په دې تړاو به روسیه د افغانستان له خلکو سره خپل وس اقتصادي او بشري مرستو ته دوام ورکړي.»…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-10-16 16:50:06

مهالوېش

  1. Pajhwok

    لاوروف: د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-16 21:18:58

لاوروف: د افغانستان اوسنی حکومت یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button