د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف د جمعې په ورځ په مسکو کې د مرکزي اسیا او افغانستان د امنیت په اړه جوړې شوې ناستې ته وویل، چې په افغانستان کې امنیتي ګواښونه لا هم شته او خبرداری یې ورکړ چې په دغه هېواد کې د امریکا او ناټو د شل کلن شتون د پایلو محوه کول او کابو کول به ډېر وخت واخلي. لاوروف څرګنده کړه چې روسیه به د افغانستان له خلکو سره د اقتصادي او بشري مرستو دوام ته ژمنه پاتې شي او تر څنګ یې د تاجکستان او افغانستان پر پوله د امنیت د پیاوړتیا لپاره له کېدونکو هڅو په کلکه ملاتړ کوي. په دې غونډه کې د ډلهيیز امنیت د تړون سازمان CSTO)) د خپلواکو مشترکالمنافع هېوادونو CIS) )او د شانګهای همکارۍ سازمان SCO) )استازو د سیمې له ډیپلوماتانو او کارپوهانو سره یوځای ګډون کړی و. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر داعش د شته امنیتي اندېښنو او جدي ګواښونو له ډلې وګاڼه او زیاته یې کړه چې دا ډله هڅه کوي په افغانستان کې د ثبات تامینولو په برخه کې د طالبانو د مسوولینو اقدامات متزلزل او کمزوري کړي. لاوروف د افغانستان د شمالي پولو پر امکاني امنیت هم ټینګار وکړ او ویې ویل، مسکو د ډلهيیز امنیت د تړون سازمان له لارې له تاجکستان سره مرسته کوي ترڅو له افغانستان سره…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Amu TV
لاوروف: په افغانستان کې امنیتي ګواښونه او ننګونې لا هم پر ځای دي | آمو ټلویزیون
سرچینې
Afghan sources
لاوروف: په افغانستان کې امنیتي ګواښونه او ننګونې لا هم پر ځای دي | آمو ټلویزیون