Englishافغانستانامنیتکندهار

هلمند کې د دوو کورنیو ترمنځ یو کلنه دښمني پای ته ورسېده — Bakhtar

DevelopingSecurityکندهار1 SourcesUpdated: 2026-09-11 14:27:45🎙 Listen to radio

Summary: د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د دوو کورنیو ترمنځ یوه کلنه دښمني، چې د کندهار ولایت د سپین‌بولدک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د لفظي شخړې له امله رامنځته شوې او په پایله کې یې یو کس وژل شوی و، د قومي مخورو، علماوو او سپین‌ږیرو په منځګړیتوب پای ته ورسېده. د هلمند د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د جرګو آمر شیخ مولوي نورمحمد فیضان باختر اژانس ته ویلي، چې د جوړې شوې جرګې په پای کې دواړو کورنیو منځګړو ته د شخړې د پای ته رسولو بشپړ صلاحیت ورکړ او د دواړو لوریو ترمنځ د روغې جوړې ترڅنګ، د وژل شوي کس کورنۍ ته د شاوخوا یو میلیون افغانیو د ورکولو پرېکړه وشوه، چې یاده اندازه پیسې هم ورکړل شوه. په همدې حال کې، د جرګې ګډونوالو د ورته شخړو د سوله‌ییز حل لپاره د قومي مشرانو، علماوو او اړوندو ادارو د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ او له دواړو کورنیو یې وغوښتل، چې له دې وروسته خپلې اړیکې د اسلامي ورورولۍ، یووالي او متقابل درناوي پر بنسټ وساتي.

Quick facts

Locationکندهار
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-09-11 14:27:45

Timeline

  1. Bakhtar

    هلمند کې د دوو کورنیو ترمنځ یو کلنه دښمني پای ته ورسېده

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-09-11 11:22:08

هلمند کې د دوو کورنیو ترمنځ یو کلنه دښمني پای ته ورسېده

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button