KabulNewsافغانستاندری

لغمان کې ترافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه، اته ټپیان او لس نور نادرکه… — Pajhwok

در حال تکمیلNewsKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-03 14:31:44🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د لغمان ولایت مربوطاتو کې د کابل– ننګرهار پر لویه لار د راستنېدونکو کډوالو لېږدوونکي ټېلر او پريوس موټرو د ټکر له امله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی، اته ټپیان شوي او لس نور نادرکه دي. د لغمان د ترافیکو مدیت د مطبوعاتو برخې مسوول نظیف‌الله ابوهریره پژواک ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د کابل–جلال‌اباد پر لویه لار، د خیروخېلو په سیمه کې شوې ده. دی وایي، په یاده سیمه کې د راستنېدونکو کډوالو لېږدوونکي ټېلر او پریس موټر ټکر کړی او سیند ته لوېدلي دي. ابوهریره وایي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، په پېښه کې تر دې دمه ۴ کسان مړه او اته ټپیان له سینده را ایستل شوي او ۱۰ نور لا هم نادرکه دي. دی زیاتوي، د نادرکه شوو کسانو موندلو لپاره د ژغورنې او لټون عملیات په دوامداره توګه روان دي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعNews
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-03 14:31:44

خط زمانی

  1. Pajhwok

    لغمان کې ترافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه، اته ټپیان او لس نور نادرکه دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-03 06:16:00

لغمان کې ترافیکي پېښه؛ څلور کسان مړه، اته ټپیان او لس نور نادرکه دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button