Diplomacyافغانستاندریلغمان

لغمان کې د ختیځ زون د والیبال ۸۰ لوبغاړو لپاره تمریناتي کمپ پای… — Bakhtar

در حال تکمیلDiplomacyلغمان1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-05 09:57:14🎙 رادیو را بشنوید

Summary: د والیبال ملي فدراسیون له لوري د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون د ۸۰ والیبال لوبغاړو لپاره دوه ورځنی تمریناتي کمپ، چې د ایراني روزونکي محمد اسداللهي په مشرۍ جوړ شوی و، په بریالیتوب پای ته ورسېد. د باختر اطلاعاتي آژانس د خبر له مخې، په دغه تمریناتي کمپ کې لوبغاړو ته د والیبال بېلابېل تخنیکي او عملي مهارتونه ور وښودل شول، څو د هغوی وړتیاوې لوړې او د راتلونکو سیالیو لپاره لا ښه چمتووالی ونیسي.د یاد تمریناتي کمپ ترڅنګ د والیبال روزونکو ته هم یو ځانګړی روزنیز سمینار وړاندې شو، چې په ترڅ کې یې د روزنې نوې طریقې، د لوبغاړو د روزنې اصول او د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د تمرینونو اړوند معلومات شریک شول.د والیبال ملي فدراسیون مسوولینو ویلي، چې د دغو روزنیزو پروګرامونو موخه د هېواد په کچه د والیبال پراختیا، د لوبغاړو او روزونکو د مسلکي وړتیاوو لوړول او د راتلونکو ملي او نړیوالو سیالیو لپاره د غوره استعدادونو روزل دي.

اطلاعات کوتاه

مکانلغمان
موضوعDiplomacy
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-05 09:57:14

خط زمانی

  1. Bakhtar

    لغمان کې د ختیځ زون د والیبال ۸۰ لوبغاړو لپاره تمریناتي کمپ پای ته ورسېد

منابع

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-05 05:57:54

لغمان کې د ختیځ زون د والیبال ۸۰ لوبغاړو لپاره تمریناتي کمپ پای ته ورسېد

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button