افغانستانامنیتپښتولغمان

لغمان کې د لسیزو پاتې دښمنۍ او شخړه پای ته ورسېده — Bakhtar

روان خبرSecurityلغمان1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-11 19:07:58🎙 راډیو واورئ

Summary: د لغمان ولایت ځايي مسوولین وایي، چې د قومي مشرانو له لوري د مرکز مهترلام او الیشنګ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو او دوو قومونو ترمنځ ۴۰ او ۴۵ کلنې دښمنۍ د روغې جوړې له لارې پای ته ورسېدې. د مسوولینو په وینا، د یادې ولسوالۍ د ګلارام سیمې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني، چې شاوخوا څلور لسیزې وړاندې د ماشومانو ترمنځ د یوې شخړې له امله رامنځته شوې او د یوه کس د وژل کېدو لامل شوې وه، د سولې او پخلاینې له لارې پای ته ورسېده.همدارنګه د الیشنګ ولسوالۍ د ډمبلام کلي د امیرخان‌ خېلو او ډمبلام قوم ترمنځ ۴۵ کلنه شخړه، چې دواړو لورو ته یې زیانونه اړولي وو حل او فصل شوه.د دواړو روغو جوړو په مراسمو کې قومي مشرانو، دیني عالمانو او د سیمې مسوولینو د سولې، یووالي او ورورولۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل، چې خپلې شخړې د خبرو اترو، تفاهم او قانوني لارو هوارې کړي، څو په ټولنه کې ثبات، همغږي او متقابل باور لا پیاوړی شي.د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کې د لغمان په بېلابېلو سیمو کې د قومي مشرانو او اصلاحي کمېسیونونو په منځګړیتوب یو شمېر اوږدمهاله دښمنۍ هم په سولې او پخلاینې بدلې شوې دي.

لنډ معلومات

ځایلغمان
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-07-11 19:07:58

مهالوېش

  1. Bakhtar

    لغمان کې د لسیزو پاتې دښمنۍ او شخړه پای ته ورسېده

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-11 11:00:29

لغمان کې د لسیزو پاتې دښمنۍ او شخړه پای ته ورسېده

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button