EnglishNewsافغانستانلغمان

لغمان کې د نږدې ٣ میلیونه افغانیو په لګښت یو پل جوړ او… — Bakhtar

DevelopingNewsلغمان1 SourcesUpdated: 2026-11-12 00:02:25🎙 Listen to radio

Summary: د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په سیخانوتې کلي کې یو کیبلي پل د سیمې اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۲.۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د الیشنګ ولسوال مولوي ابوصالح عثمان جوهري باختراژانس ته ویلي، چې دغه پل ۱۳۰ متره اوږدوالی او ۲.۵ متره سور لري او په جوړېدو سره یې د سیخانوتې سیمې ترڅنګ د شاوخوا ۱۲ کلیو اوسېدونکو ته د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې برابرې شوې دي. نوموړي د سیمې له اوسېدونکو غوښتي، چې د ورته ټولګټو پروژو په پلي کولو کې خپلې هڅې او همکارۍ لا پیاوړې کړي او د جوړ شوي پل ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د یادونې وړ ده، چې د دغه پل له جوړېدو مخکې د سیمې اوسېدونکي د پل د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو اوس ورته د تګ راتګ په برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

Quick facts

Locationلغمان
TopicNews
Sources1
Updated2026-11-12 00:02:25

Timeline

  1. Bakhtar

    لغمان کې د نږدې ٣ میلیونه افغانیو په لګښت یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-11 14:17:08

لغمان کې د نږدې ٣ میلیونه افغانیو په لګښت یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button