Developmentافغانستانپښتولغمان

لغمان کې د یوه تفریحي پارک د جوړېدو چارې پیل شوې — Bakhtar

روان خبرDevelopmentلغمان1 سرچینېتازه شوی: 2026-08-12 10:52:08🎙 راډیو واورئ

Summary: د لغمان مرکز مهترلام ښار اړوند سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د شهید مولوي حبیب الرحمن په نوم د یوه پارک د جوړېدو چارې پیل شوې. د مهترلام ښاروال مولوي نظر محمد عتیق باختر اژانس ته ویلي، چې یاد پارک د ښاروالۍ له داخلي بودجې څخه د دوه نیم میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.اژانس ته نوموړي زیاته کړې، چې یاد تفریحي پارک پر پینځه جریبه ځمکه کې جوړېږي او چارې به یې په څلورو میاشتو کې بشپړې شي.په دې پروژه کې د پارک احاطوي دېوال، ګلدانونه، د بوټو کېنول، د پلي‌ لارو جوړول او نورې اړینې برخې شاملې دي.د سرچینې په خبره، مهترلام ښاروالۍ سږ کال د ۱۲ پروژو د پلي کولو پلان لري، چې له ډلې یې څلور پیل شوې دي.

لنډ معلومات

ځایلغمان
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-08-12 10:52:08

مهالوېش

  1. Bakhtar

    لغمان کې د یوه تفریحي پارک د جوړېدو چارې پیل شوې

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-08-12 09:39:26

لغمان کې د یوه تفریحي پارک د جوړېدو چارې پیل شوې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button