Summary: د لغمان ولایت د مرکز اړوند په باغمیرزا سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله ۹ تنه ټپیان شوي دي. د لغمان د ترافیکو مدیر مولوي حبیبالله مبارز باختر اژانس ته ویلي، چې یاده پېښه د یوې کرولا او پاسو ډوله موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده. نوموړي زیاته کړې، چې په پېښه کې د دوو مېرمنو او یوه ماشوم په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي د هغه په وینا، د ترافیکو مدیریت مسوولینو پر وخت د پېښې سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي. د پېښې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
Quick facts
Locationلغمان
TopicHealth
Sources1
Updated2026-09-06 01:37:15
Timeline
-
Bakhtar
لغمان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ تنه ټپیان شوي
Sources
Afghan sources
BakhtarPS
2026-09-05 17:04:17
لغمان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۹ تنه ټپیان شوي