Summary: د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د یوه خصوصي پانګوال له لوري د یو میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د ګرانېټ ډبرو د پروسس یوه کارخونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د لغمان د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي سلامت خان بلال باختر اطلاعاتي آژانس ته وویل، چې د دغې کارخونې په فعالېدو سره ۳۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.د کارخونې مسوول رضوانالله وویل، چې په دې کارخونه کې د لغمان له بېلابېلو سیمو څخه ترلاسه کېدونکې لومړني ګرانېټ ډبرې پروسس کېږي او په زینتي او ساختماني محصولاتو بدلېږي، چې له بستهبندۍ وروسته د ودانیو، فرشونو، پخلنځیو، کاونټرونو او نورو ساختماني برخو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.د نوموړي په وینا، د برېښنا کمښت د تولید کچه محدوده کړې ده او له اړوندو ادارو یې وغوښتل، چې د دوامدارې برېښنا د برابرولو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي، څو تولید زیات او د کار فرصتونه پراخ شي.بلخوا، د لغمان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد واصف عثماني د دغې کارخونې جوړېدل د طبیعي زیرمو د ارزښت لوړولو او د خامو موادو د پروسس له لارې د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام وباله.هغه وویل، چې د ورته صنعتي پروژو پراختیا د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د خصوصي پانګونې د هڅونې او د کارموندنې په برخه کې مهم رول لري.همدارنګه، د کارخونې کارکوونکو د دغه ډول پانګونو هرکلی وکړ او له نورو پانګوالو یې وغوښتل، چې په هېواد کې پانګونه وکړي، څو د بېکارۍ کچه راټیټه او اقتصادي پرمختګونه چټک شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
لغمان کې د یو میلیون ډالرو په پانګونه د ګرانېټ ډبرو د پروسس یوه کارخونه جوړه شوه
منابع
Afghan sources
لغمان کې د یو میلیون ډالرو په پانګونه د ګرانېټ ډبرو د پروسس یوه کارخونه جوړه شوه