لغمان کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو… — Bakhtar
Summary: د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا سیمې پورې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت له پراختیایي بودېجې څخه د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتی مسوول شمس الرحمن شمس باختر اژانس ته ویلي، چې دغه سړک ۲.۷۹ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د جغل اچونې تر څنګ پکې د سړک پراخوال هم شامل دي.نوموړي زیاته کړې چې په دغه پروژه کې د سړک دواړو خواوو ته د ۲۹۶ متره استنادي دېوال ۱۰ پلچکونو او ۵۳ متره په اوږدوالي د کانالونو جوړولو چارې هم شاملې دي.ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یاد سړک په جوړېدو خوښي څرګندوي او وایي، چې د دغه سړک په جوړېدو سره به یې د تګ راتګ په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
لغمان کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې
منابع
Afghan sources
لغمان کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې