EconomyEnglishافغانستانننګرهار

لغمان کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۰ کیلو متره سړک… — Bakhtar

DevelopingEconomyننګرهار1 SourcesUpdated: 2026-07-05 13:29:24🎙 Listen to radio

Summary: د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د ګمبېري احمدزیو سیمې څخه د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ تر پولې پورې د ۳۰ کیلومتره نوي سړک د جوړولو چارې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې. د قرغیو ولسوال قاري ذاهدالله فاتح باختر اطلاعاتي اژانس ته وویل، چې دغه پروژه د لغمان د ټولګټو چارو ریاست او د قرغیو ښاروالۍ په ګډه بودجه پلې کېږي.د نوموړي په وینا، یاد سړک ۳۰ کیلومتره اوږدوالی او ۴۰ متره پلنوالی لري او ټاکل شوې، چې د جوړولو چارې یې په دوو میاشتو کې بشپړې شي.د یاد سړک د پرانیستې په مراسمو کې د لغمان مرستیال والي حافظ انځرګل عبدالله وویل چې په لومړي پړاو کې به د سړک هوارولو چارې ترسره شي، څو د خلکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شي او په راتلونکي کې به په اساسي او معیاري ډول ورغول شي.هغه زیاته کړې چې د دې سړک په بشپړېدو سره به د لغمان ترڅنګ د ننګرهار او کونړ ولایتونو د ګڼو سیمو اوسېدونکو د تګ راتګ اسانتیاوې زیاتې شي.بلخوا، د سیمې اوسېدونکو د پروژې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د سړک په اوږدو کې زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې او د مېوو بڼونه موقعیت لري، چې د سړک په جوړېدو سره به د کرنیزو محصولاتو او مېوو لېږد اسانه او د سیمې اقتصادي فعالیتونه نور هم پراخ شي.

Quick facts

Locationننګرهار
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-07-05 13:29:24

Timeline

  1. Bakhtar

    لغمان کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۰ کیلو متره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-05 09:55:42

لغمان کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۰ کیلو متره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button