کابل (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۵): د لغمان سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند د رحماني چوک په سیمه کې به یوه رېکشا کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله ۱۴ کسان ټپیان شوي دي. د لغمان د والي ویاند عبدالمالک نیازي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دغه پېښه پرون مازدیګر رامنځته شوې ده. هغه لیکلي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، چاودنه د یوې ریکشا د ګاز ډبې له امله رامنځته شوې چې په پایله کې یې شاوخوا ۱۴ کسان ټپیان شوي دي. د لغمان د والي ویاند ویلي، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
لنډ معلومات
ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-08-29 04:42:07
مهالوېش
-
Pajhwok
لغمان کې په یوه رېکشا کې د ګاز ډبې چاودنې ۱۴ کسان ټپیان کړي
سرچینې
Afghan sources
PajhwokPS
2026-08-29 09:10:40
لغمان کې په یوه رېکشا کې د ګاز ډبې چاودنې ۱۴ کسان ټپیان کړي