لغمان کې څه باندې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي — Bakhtar
Summary: د لغمان ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ د اوبو رسولو د یوې شبکې په جوړېدو سره ۳۶۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول شمس الرحمن باختر اژانس ته ویلي چې د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ اړوند شترلام کلي کې د ډانیډا موسسې په مالي ملاتړ د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې، چې پر مټ به یې ۳۶۵ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.نوموړی وایي، چې په دغه پروژه کې د یوې څاه کیندل د یوې ذخیرې جوړول او د ۶ زره ۷۲۶ متره په اوږدوالي د پایپ لاین غځول شامل دي او چارې به یې د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یادې شبکې د جوړولو له چارو خوښ دي او وایي، چې د دغې شبکې په جوړېدو سره به یې د څښاک اوبو په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
لغمان کې څه باندې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرېږي