د آلمان له پاره بدیل ګوند مشر د مجرمو او هغو پناه غوښتونکو ترڅنګ چې غوښتنلیکونه یې رد شوي، د اوکراینیانو، سوریایانو او افغانانو د ایستلو غوښتنه هم کوي. د هغه په وینا، کله چې د دوی د خوندیتوب دلیل له منځه ولاړ شي، باید جرمني پرېږدي. د آلمان له پاره بدیل یا د اې. اف. ډي ګوند مشر ټینو کروپالا له جرمني څخه د ۲.۶ میلیونه کسانو د بیرته ستنولو غوښتنه کوي. د هغه په نظر، د هغو بهرنیو وګړو ترڅنګ چې د قانون له مخې یې د جرمني پریښودل حتمي دي او بهرني مجرمان دي، سوریایان، افغانان او اوکراینیان هم باید هغه مهال له جرمني څخه ووځي چې د دوی د خوندیتوب اړوند لاملونه له منځه ولاړ شي. کروپالا د «بیلد» آلمانۍ ورځپاڼې له «اونټر تسوای» پوډکاسټ سره په خبرو کې خپله غوښتنه په خپلو اصلي هیوادونو کې د احتمالي سیاسي بدلونونو پر بنسټ توجیه کړې ده. د هغه په وینا، که په اوکراین کې جګړه پای ته ورسیږي، یا په سوریه او افغانستان کې امنیتي وضعیت دومره ښه شي چې نور د په آلمان کې د دوی د خوندیتوب اړتیا نه وي، نو دغه کسان باید بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي. هغه د خپلې محاسبې په پای کې وویل: «او موږ دلته د ۲.۶ میلیونه کسانو په اړه خبرې کوو.» د کروپالا دغه غوښتنه د هغه…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Dw
له آلمان څخه د میلیونونو بهرنیانو د اخراج غوښتنه