Developmentافغانستانپښتونیمروز

له ایرانه ستنو شویو افغان میرمنو ته د کار او زده کړو زمینه برابر شوه

روان خبرDevelopmentنیمروز1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-24 08:00:43🎙 راډیو واورئ

د نیمروز ولایت ته له ایران څخه راستنو شویو سلګونو مېرمنو ته د کار او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوې ده. دغه مېرمنې وایي، که اسانتیاوې ورته زیاتې شي، کولای شي نورو راستنو شویو مېرمنو ته هم د کار او زده‌کړو زمینه برابره کړي. عابده له همدې راستنو شویو مېرمنو څخه یوه ده چې له خپلې کورنۍ سره خپلې سیمې ته راستنه شوې ده. د نیمروز ولایت د ښځینه سوداګرو خونې د یوې بهرنۍ مرستندویه ادارې په همکارۍ، دعابدې په مشرۍ دغو ۵۰۰ راستنو شویو مېرمنو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړې ده. مېرمن عابده وایي، خوشحاله ده چې په هېواد کې دننه ورته د لاسي صنایعو د جوړولو او په بازار کې د هغو د پلور زمینه برابره شوې ده. هغه وایي، په دې مرکز کې پر زده‌کړو بوختې مېرمنې د پیاوړي استعداد خاوندانې دي او که اسانتیاوې ورته برابرې شي، ښایي د لاسي صنایعو په تولید کې نوښتونه رامنځته کړي. په دغه مرکز کې پر لاسي صنایعو د زده‌کړو بوخته یوه بله راستنه شوې مېرمن، لیما فروتن، وایي، هڅه کوي چې د لاسي صنایعو تر زده‌کړو وروسته له خپلې کورنۍ سره د حلالې نفقې په پیدا کولو کې مرسته وکړي. زرمینه، چې په دې مرکز کې پر زده‌کړو بوخته ده، وایي، ښوونکي یې په زده‌کړو کې ښه مرسته ورسره کوي او دې چارې د خپل راتلونکي په…

لنډ معلومات

ځاینیمروز
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-10-24 08:00:43

مهالوېش

  1. Parstoday

    له ایرانه ستنو شویو افغان میرمنو ته د کار او زده کړو زمینه برابر شوه

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-10-24 07:50:33

له ایرانه ستنو شویو افغان میرمنو ته د کار او زده کړو زمینه برابر شوه

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

دا هم وګورئ
Close
Back to top button