کابل (پژواک) – د امریکا د دفاع وزارت د وروستۍ ارزونې له مخې، له ایران سره د امریکا د جګړې لګښت تر ۴۷ میلیارد ډالرو اوښتی چې د جولای میاشتې د ارزونې په نسبت څه باندې ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي. د رویټرز د راپور له مخې، دغه شمېرې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) د معلوماتو پر بنسټ ترلاسه شوې خو تر اوسه په رسمي ډول له خلکو سره نه دي شریکې شوې. د راپور له مخې، د جګړې له ټول لګښته څه باندې ۲۹ میلیارد ډالر په پوځي عملیاتو کې د کارول شوو مهماتو د بېرته تامین او څه باندې شپږ میلیارد ډالر نور د پوځي تجهیزاتو په ګډون د الوتکو او بېپیلوټه الوتکو د زیانونو د جبران لپاره اړتیا ده. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت د روان میلادي کال په جولای میاشت کې له ایران سره د جګړې لګښت ۳۷.۵ میلیارد ډالر اټکل کړی و. رویټرز لیکلي چې د جګړې د لګښتونو زیاتوالی په داسې شرایطو کې مطرح کېږي چې د امریکا جمهوريغوښتونکی ګوند د نومبر د درېیمې نېټې د منځمهاله ټاکنو په درشل کې د دې جګړې له سیاسي پایلو سره مخ دی. د راپور له مخې، په نړۍوالو بازارونو کې د انرژۍ پر بیو د جګړې اغېزو د جمهوريغوښتونکو نوماندانو ملاتړ راکم کړی او د امریکا د…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
له ایران سره جګړه کې د امریکا لګښت له ۴۷ میلیارد ډالرو اوښتی
Sources
Afghan sources
له ایران سره جګړه کې د امریکا لګښت له ۴۷ میلیارد ډالرو اوښتی