EnglishKabulPoliticsافغانستان

له ایران سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پراختیا ته د افغانستان چمتووالی

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-22 09:05:31🎙 Listen to radio

کابل – افغانستان او ایران د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره پر یو شمېر عملي اقداماتو خبرې کړې، چې له ډلې یې ایران ته د یوه تخنیکي پلاوي سفر هم شامل دی. د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت له سرپرست علیرضا بیکدلي سره په لیدنه کې ویلي، چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره یو تخنیکي پلاوی جوړ شوی دی. د نوموړي په وینا، دغه پلاوی به د کرنې او مالدارۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ او د خصوصي سکتور د استازو په ګډون په نږدې راتلونکي کې ایران ته سفر وکړي او هلته به د ایران د کرنې وزارت له تخنیکي مسؤلینو او د خصوصي سکتور له استازو سره د همکاریو په اړه خبرې وکړي. مولوي عطاءالله عمري ټینګار کړی، چې افغانستان له ایران سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره چمتو دی. بلخوا، په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي د افغانستان د کرنې او مالدارۍ ظرفیتونه د همکاریو او پانګونې لپاره مناسب بللي دي. نوموړي ویلي، د ایران خصوصي سکتور او د دغه هېواد د کرنې جهاد وزارت چمتو دي چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې، او همداراز…

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-22 09:05:31

Timeline

  1. Parstoday

    له ایران سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پراختیا ته د افغانستان چمتووالی

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-09-22 08:59:15

له ایران سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پراختیا ته د افغانستان چمتووالی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button