EconomyEnglishافغانستانکاپیسا

له ایران څخه راستون شوي ځوان کاپیسا کې خلکو ته د کار زمینه… — Bakhtar

DevelopingEconomyکاپیسا1 SourcesUpdated: 2026-11-11 11:58:49🎙 Listen to radio

Summary: د کاپيسا ولایت یو اوسېدونکي (معین) له کلونو پردیسۍ وروسته په کاپیسا ولایت د مسلکي مهارتونو په کارولو سره څلور تنو ته د کار زمینه برابره کړې ده. هغه په ایران کې د موبایلونو د ترمیم په برخه کې کار کاوه؛ خو کله چې افغانستان ته راستنېږي د کاپيسا ولایت د ده ‌باباعلي په بازار کې یې د موبایلونو د ترمیم کار ځای جوړ کړی او ۴ تنو ته یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.معین ویلي چې د موبایلونو د پراخ استعمال او د بازار د اړتیا له مخې یې پرېکړه کړې، چې خپل زده‌ کړي مهارتونه په کار واچوي او له دې لارې د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره عاید ترلاسه کړي.د مبایلونو د ترمیم یو تن زد ه‌کوونکی سهراب رحماني وایي، شاوخوا یو کال کېږي، چې د موبایلونو د ترمیم په برخه کې زده‌ کړې کوي او د خپل روزنیز بهیر او کاري فعالیتونو څخه خوښ دی.د یادونې وړ ده، چې هره ورځ لسګونه افغانان له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستنېږي او له ځان سره د بېلابېلو مسلکونو مهارتونه راوړي، چې په هېواد کې د کارموندنې، ځان‌ بسیاینې او اقتصادي ودې لپاره ترې ګټه اخیستل کېدای شي.

Quick facts

Locationکاپیسا
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-11-11 11:58:49

Timeline

  1. Bakhtar

    له ایران څخه راستون شوي ځوان کاپیسا کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړې

Sources

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-11 10:41:59

له ایران څخه راستون شوي ځوان کاپیسا کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړې

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button