EnglishKabulافغانستانامنیت

له ترافیکي قوانینو سرغړاوی؛ طالبان یو ځل بیا بهرني لاس موټرو ته اسناد… — AF International

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-11-23 14:17:22🎙 Listen to radio

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغو وسایطو مالکان مکلف دي چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې خپل موټرونه هغه ولایت ته ولېږدوي چې غواړي هلته یې ثبت کړي او سټېکر ترې ترلاسه کړي. دغه وزارت خبرداری ورکړی، چې له ټاکلې مودې وروسته هېڅوک حق نه لري خپل سټېکر لرونکي یا بې‌سټېکره «ښي لاس» موټرونه له یوه ولایت څخه بل ولایت ته ولېږدوي. طالبانو ټینګار کړی چې له دې پرېکړې سرغړونکي به مجازات کړي. په افغانستان کې که څه هم د ترافیکو د اصولو له مخې د ښي لاس موټرو چلول ناقانونه کړنه بلل کېږي، خو دا ډول موټرونه لا هم په پراخه کچه هېواد ته واردېږي او پر سړکونو تګ راتګ کوي. طالبانو د بشپړ بندیز پر ځای، یوازې د ولایتونو ترمنځ د دغو موټرو پر تګ راتګ او په ځانګړې توګه په پلازمېنه کابل کې پر فعالیت محدودیتونه لګولي دي. ننګرهار، کونړ، پکتیا، خوست، هلمند او کندهار هغه ولایتونه دي چې «بهرني لاس» موټرونه پکې خورا ډېر چلول کېږي. د جلال‌اباد ښار یوه اوسېدونکي فرهاد حسن‌زي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې طالبان باید د دغو موټرو پر وارداتو بندیز ولګوي، ځکه پر سړکونو د تګ راتګ پر مهال یې د ټکرونو خطر خورا زیات دی. حسن‌زي زیاته کړه: «زه دوه اوونۍ مخکې له جلال‌اباد څخه کابل ته روان وم؛ په لاره کې مې…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-11-23 14:17:22

Timeline

  1. AF International

    له ترافیکي قوانینو سرغړاوی؛ طالبان یو ځل بیا بهرني لاس موټرو ته اسناد وېشي

Sources

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-23 11:49:20

له ترافیکي قوانینو سرغړاوی؛ طالبان یو ځل بیا بهرني لاس موټرو ته اسناد وېشي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button