د طالبانو دفاع وزیر د قطر د ملي امنیت شورا له مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي سره کتلي او د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو پر دوام غږېدلي دي. یعقوب مجاهد تر دې وړاندې د ترکیې د ملي استخباراتو له رييس سره هم کتلي دي. په ملګر ملتونو کې د ایران استازي وویل چې داعش خراسان او نورې افراطي ډلې چې په افغانستان او سیمه کې فعالیت کوي، لا هم د ایران او د دغه هېواد د ګاونډیانو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. د هغه په وینا، د دې ګواښ پر وړاندې مبارزه پراخې او دوامدارې سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا لري. د ایران استازي زیاته کړه چې نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه هم باید د طالبانو له ادارې سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره مرسته وکړي. د ایران استازي په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په ډېرو برخو کې د وسله والو نښتو او تاوتریخوالي کمېدل د طالبانو یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل چې د امنیتي وضعیت ښه والی باید وساتل شي. د ایران استازي همداراز د کوکنارو د کښت د پام وړ کمېدل یوه داسې لاسته راوړنه وبلله چې نړیوالې مثبتې پایلې لري، خو ویې ویل چې دې چارې پر کلیوالو سیمو سخت اقتصادي فشار راوستی دی. هغه د بدیلو معیشتونو، کلیوالي پراختیا او بازارونو ته د…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
له ترکي چارواکو وروسته؛ د طالبانو دفاع وزیر د قطر د ملي امنیت شورا له مرستیال سره کتلي
سرچینې
Afghan sources
له ترکي چارواکو وروسته؛ د طالبانو دفاع وزیر د قطر د ملي امنیت شورا له مرستیال سره کتلي