تکفیري ادبیات په یوه ځانګړي فکري چاپېریال کې معنا پیدا کوي او دا چاپېریال په مخ مډرن نړۍ پورې تړاو لري؛ هغه پېر چې د ټولنې ډېری وګړي نالوستي وو او د بېلابېلو فرقو او فکري بهیرونو یو شمېر نظرخاوندانو په متعصب او جزمپال فکر سره ځانونه پر حق او نور باطل ګڼل. مخالفان یې نه کومه سیمه تر خپل کنټرول لاندې لري او نه هم له داسې اغېزناک بهرني ملاتړ څخه برخمن دي، لکه طالبان چې د جګړې په کلونوکې د پاکستان له اړخه درلود، او غلچکي بریدونه وغځولی شي. خو د طالبانو د واکمنۍ دوام یوازې د دې ډلې په پوځي ځواک پورې تړلی نه دی. د مشروعیت کړکېچ، بېوزلي، کورني اختلافات او ټولنیزه ناخوښي هغه عوامل دي چې په اوږدمهال کې د دې ډلې ثبات کمزوری کولی شي. موږ د طالبانو د واکمنۍ د راتلونکي په اړه د ازادۍ جبهې له مشر یاسین ضیا، او له څو افغان څېړونکو او پخوانیو چارواکو سره خبرې کړې دي. د څېړونکو نظر دا دی چې طالبان له جدي ستونزو سره مخ دي، خو دا ستونزې لا هم په دې معنا نه دي چې د دې ډلې سقوط نږدې دی. یاسین ضیا افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو راتلونکی باید یوازې د جګړې د جبهو له وضعیت څخه ونه سنجول شي. د هغه په اند، د دې ډلې تر ټولو…
Quick facts
Timeline
-
AF International
له تکفیري ادبیاتو تېرېدل؛ د ایمان او کفر له پارادایم څخه د خطا او صواب پارادایم ته
Sources
Afghan sources
له تکفیري ادبیاتو تېرېدل؛ د ایمان او کفر له پارادایم څخه د خطا او صواب پارادایم ته