کابل (پژواک) – د کانونو او پټرولیم وزارت، د امارتي شرکتونو لوی ریاست او عزیزي شرکتونو ترمنځ د جوزجان د طبیعي ګازو او د بغلان د ډبرو سکرو د استخراج او برېښنا تولید تړونونه د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شول چې له مخې یې هره پروژه د شاوخوا زر مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري. دغه تړونونه نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په حضور کې لاسلیک شول. د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت نن (چهارشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغو پروژو موخه د کورنۍ برېښنا د تولید زیاتوالی، د انرژۍ د امنیت پیاوړتیا او د هېواد د اقتصادي ودې ملاتړ دی. د خبرپاڼې له مخې، هره پروژه د شاوخوا زر مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره طرحه شوې او تړونونه یې د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوي دي. سرچینې زیاته کړې چې تمه ده دواړه پروژې په مستقیم او غیرمستقیم ډول شاوخوا پنځه زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي. د خبرپاڼې له مخې، د دغو تړونونو له لاسلیک مخکې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي شرکتونو له عمومي رییس میرویس عزیزي او ورسره پلاوي سره کتلي او د یادو شرکتونو د پیل شوو او پیلېدونکو پروژو په اړه یې خبرې کړې دي. میرویس عزیزي په دې کتنه کې ویلي چې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
له عزیزي شرکتونو سره د ګازو او ډبرو سکرو د استخراج او برېښنا د تولید تړونونه لاسلیک شول
سرچینې
Afghan sources
له عزیزي شرکتونو سره د ګازو او ډبرو سکرو د استخراج او برېښنا د تولید تړونونه لاسلیک شول