EnglishKabulPoliticsافغانستان

له مراکش څخه اسپانیایې ته د کډوالو په ډله‌ییز اوښتو کې لږ تر… — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-31 14:13:19🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۵):چارواکي وایي، لږ تر لږه نهه کسان وروسته له هغه مړه شول چې د کډوالو لویې ډلې له مراکش څخه د شمالي افریقا په سئوتا کې د اسپانیا تر واک لاندې سیمې ته له پولې واوښتل. دغه مرګ‌ژوبله داسې مهال رامنځته شوې چې د سئوتا حکومت ویلي، په تېرو لسو ورځو کې له ۱۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ پورې کډوال دغې سیمې ته ننوتلي دي. باور کېږي چې د پنجشنبې په ورځ سلګونه نور کډوال هم سئوتا ته اوښتي دي. له دې وروسته د سیمې مشر خییسوس ویواس وضعیت «بشپړ بشري او ټولنیز بېړنی حالت» وباله او د اسپانیا له حکومت څخه یې وغوښتل چې د پولې په اوږدو کې د کنټرول د ټینګولو لپاره پوځیان واستوي. په خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې ځینو کډوالو سئوتا ته د ننوتلو پر مهال «ژوندۍ دې وي اسپانیا!» شعار ورکاوه. ډېری دغه کسان د مراکش له ساحل څخه د بادي وسایلو په مرسته د سمندر له لارې سیمې ته رسېدلي وو. اسوشیټډ پرېس خبري اژانس ویلي، د کډوالو ډلې لیدل شوې چې د څپو ماتونکو دیوالونو له لارې سیمه‌ییزو سړکونو ته روانې وې. د اسپانیا اېف‌ای خبري اژانس بیا راپور ورکړی چې ځینې نور کډوال د پولې پر کټارو له اوښتو وروسته د وچې له لارې سئوتا ته ننوتلي دي. د کډوالو د حقونو فعال زکریا زروقي رویټرز…

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-07-31 14:13:19

Timeline

  1. Pajhwok

    له مراکش څخه اسپانیایې ته د کډوالو په ډله‌ییز اوښتو کې لږ تر لږه ۹ کسان مړه شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-31 18:42:48

له مراکش څخه اسپانیایې ته د کډوالو په ډله‌ییز اوښتو کې لږ تر لږه ۹ کسان مړه شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button