EnglishKabulافغانستانامنیت

له هرمز تنګي د بېړیو تګ راتګ د پام وړ کم شوی — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-17 05:57:04🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۵): راپورونه ښيي چې پر څو تېل‌لېږدوونکو بېړیو له بریدونو وروسته له هرمز تنګي د بېړیو تګ راتګ ډېر کم شوی؛ بلخوا، په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ د هواري لپاره د امریکا او ایران خبرې هم په ټپه ولاړې دي. انترناسیونال وېب‌پاڼې نن د رویټرز له قوله راپور ورکړی چې د بېړیو د څار شرکت کپلر (Kpler) د معلوماتو له مخې، د شنبې په ورځ یوازې پنځه سوداګریزې بېړۍ له هرمز تنګي تېرې شوې، خو د یکشنبې په ورځ د دغه شرکت په سیستم کې د کومې بېړۍ تګ راتګ نه دی ثبت شوی. د راپور له مخې، تر دې یوه اوونۍ مخکې د اوونۍ په پای کې ۳۱ بېړۍ له دغه تنګي تېرې شوې وې. سرچینه لیکي، د شنبې په ورځ هرمز تنګي ته په ننوتونکو بېړیو کې یوه ډېره لویه تشه تېل‌لېږدوونکې بېړۍ هم وه چې د اتومات پېژندنې سیستم یې بند و. دغه راز، د هند تر بیرغ لاندې یوه لویه ګازلېږدوونکې بېړۍ هم د ایران له مسیر څخه تېره شوې ده. د کپلر د معلوماتو له مخې، د ایران د مازوتو یوه کوچنۍ تېل‌لېږدوونکې بېړۍ هم له تنګي وتلې ده. مازوت یو ډول دروند نفتي سون‌توکی دی. په هرمز تنګي کې د بېړیو تګ راتګ وروسته له هغه نږدې درېدلی چې متحده عربي اماراتو وویل، د ابوظبي د تېلو ملي…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-08-17 05:57:04

Timeline

  1. Pajhwok

    له هرمز تنګي د بېړیو تګ راتګ د پام وړ کم شوی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-17 10:24:58

له هرمز تنګي د بېړیو تګ راتګ د پام وړ کم شوی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button