Economyافغانستاندریغزني

له پاکستانه راستانه شوي کډوال: د خپلو ماشومانو د زده‌کړو د راتلونکي په… — Amu TV

در حال تکمیلEconomyغزني1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-08-08 22:32:06🎙 رادیو را بشنوید

هغه کورنۍ چې له کلونو مسافرۍ او مهاجرته وروسته له پاکستانه بېرته غزني ولایت ته راستنې شوې دي، وایي چې د استوګنې او سرپناه ترڅنګ د ماشومانو لپاره د زده‌کړو د زمينې برابرول خورا مهم لومړیتوب دی. دغه کورنۍ له مسؤلینو او مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي چې د هغوی د ماشومانو د زده‌کړو د دوام لپاره بېړنۍ او مناسبې اسانتیاوې برابرې کړي. له پاکستانه راستون شوی شاه محمد وایي:«موږ ښوونځيو ته بېخي زیاته اړتیا لرو؛ ځکه هلته زموږ ماشومانو هر یوه پینځه، څلور یا شپږ کاله په جوماتونو او مدرسو کې زده‌کړې کړې دي.» عزیز احمد چې دی هم له پاکستانه راستون شوی، زیاتوي:«اوس له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ اولادونو ته د روزنې، تعلیم او تحصيل بستر او شرایط چمتو کړي.» د دغو راستنو شویو کورنیو ډېره برخه له سختو اقتصادي ننګونو او تنګسیاوو سره لاس او ګرېوان ده او د خپلو ماشومانو د زده‌کړو د لګښتونو د ورکړې وس نه لري. له پاکستانه یو بل راستون شوی محمد سرور وایي: «له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې راسره مرسته وکړي او زموږ اولادونو ته د مکتب او زده‌کړو زمینه برابره کړي.» په ورته وخت کې ټولنیز فعالان وایي چې د راستنو شویو کورنیو د ماشومانو زده‌کړو ته پاملرنه باید د حکومت د بنيادي او اساسي برنامو یوه برخه وي. ټولنیز فعال محمد سحر په دې اړه…

اطلاعات کوتاه

مکانغزني
موضوعEconomy
منابع1
به‌روزرسانی2026-08-08 22:32:06

خط زمانی

  1. Amu TV

    له پاکستانه راستانه شوي کډوال: د خپلو ماشومانو د زده‌کړو د راتلونکي په اړه اندېښمن یو | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-08-08 11:33:38

له پاکستانه راستانه شوي کډوال: د خپلو ماشومانو د زده‌کړو د راتلونکي په اړه اندېښمن یو | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button